د غزې حکومتي رسنیز دفتر او روغتیايي چارواکي وایي، چې یوازې پرون (چهارشنبه) لږترلږه ۷۱ فلسطینیان د اسراییلي ځواکونو لهخوا د بشري مرستو ترلاسه کولو په هڅه کې شیهدان شوي دي.
د غزې روغتیايي چارواکو الجزیرې ته ویلي، چې سربېره پر دې، د لوږې او خوارځواکۍ له امله د سیمې په روغتونونو کې د اووه نورو کسانو مړینه هم ثبت شوې ده.
روغتیايي بنسټونه خبرداری ورکوي چې د غزې روغتونونه د دارو، خوراکي موادو او طبي امکاناتو له سخت کمښت سره مخ دي، او بشري وضعیت ورځ تر بلې بحراني کېږي.






















