د امریکا د جورجیا ایالت په فورت سټیوارت پوځي اډه کې د یوه بریدګر لهخوا ډزې شوي، چې له امله یې د مرګژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.
د پوځي چارواکو په وینا، دا پېښه د چارشنبې په ورځ د «دویم زغروال لښکر جګړهییزې ډلې» په ساحه کې رامنځته شوې او له امله یې اډه لنډمهاله قرنطین شوې ده.
د فورت سټیوارت اډې ویلي، چې قانون پلي کوونکي ځواکونه او د امنیتي ادارو غړي په سیمه کې حضور لري او د پېښې پلټنه روانه ده.
د جورجیا والي، براین کمپ، ویلي چې د پېښې له قربانیانو سره خواخوږي لري او د هغوی له کورنیو سره ولاړ دی.
فورت سټیوارت پوځي اډه د ساوانا ښار څخه شاوخوا ۴۰ میله جنوب لویدیځ ته پرته ده او د امریکا د پوځ له لویو پوځي مرکزونو څخه شمېرل کېږي.




































