د اسراییلي پوځ په تازه بریدونو کې د غزې تړانګې لږ تر لږه ۶۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي. د راپورونو له مخې، ۳۸ کسان هغه مهال شهیدان شول، چې د ملګرو ملتونو د مرستو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو او پرې ډزې وشوې.
بلخوا، د غزې په بېلابېلو سیمو کې د اسراییلي هوايي بریدونو له امله ۲۵ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
تمه کېږي چې د اسراییل د ملي امنیت کابینه نن پنجشنبه د غزې د بشپړ کنټرول ترلاسه کولو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي، چې ښايي د سیمه ییز وضعیت د لا خرابېدو لامل شي.
د غزې اوسېدونکي، چې له میاشتو راهیسې د جګړې، لوږې او بریدونو تر فشار لاندې دي، وايي نړیواله ټولنه باید د ملکي وګړو ژوند ته جدي پام وکړي.




























