د فلسطیني ډلې حماس له خوا د یرغمل شویو اسراییلي کسانو د ویډیوګانو تر خپرېدو وروسته، دا موضوع یو ځل بیا د نړیوالو رسنیو او سیاستوالو پام ځان ته اړولی دی. دغه ډلې اعلان کړی، چې د سره صلیب نړیوالې کمېټې ته به یرغمل شویو کسانو ته د لاسرسي اجازه یوازې هغه وخت ورکړي، چې د غزې پر خلکو د بشري مرستو لارې پرانیستل شي.
د حماس پوځي څانګې په خپره شوې اعلامیه کې ویلي:
«موږ چمتو یو چې د سره صلیب غوښتنو ته، چې د بندیانو لپاره د خوړو او درملو د لېږد په اړه وي، مثبت ځواب ورکړو؛ خو دا مشروط دی په دې چې بشري مرستې باید د غزې خلکو ته هم ورسېږي.»
































