د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، که روسیه تر جمعې ورځې پورې له اوکراین سره اوربند ونه مني، نو پر دې هېواد به سخت اقتصادي بندیزونه ولګول شي.
ټرمپ دا هم وویل، چې ښايي د امریکا ځانګړی استازی سټیف وېتکاف د چهارشنبې یا پنجشنبې په ورځ روسیې ته سفر وکړي، څو د اوربند د امکاناتو په اړه له روسي چارواکو سره خبرې وکړي.
د نړیوالو چارو په تړاو، ټرمپ د غزې د انساني وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړه. نوموړي وویل:«موږ یوازې غواړو، چې په غزه کې خلکو ته خواړه ورسېږي؛ نه داچې هغوی له لوږې مړه شي.»
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د اوکراین جګړه لا هم روانه ده او د غزې انساني بحران نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
























