د هند پر صادراتو او وارداتو د امریکايي تعرفو له امله، تمه ده چې هندي روپۍ روانه اونۍ د سخت فشار لاندې پاتې شي. د جمعې په ورځ، د روپۍ ارزښت د یو امریکایي ډالر پر وړاندې ۸۷.۵۴ ته راټیټ شو، چې دا د پانګهوالو او بازارونو لپاره د اندېښنې زنګ دی.
روپۍ یوازې په یوه اونۍ کې ۱.۲ سلنه ارزښت له لاسه ورکړی دی. اقتصادي کارپوهان وایي چې دا کمښت د دوه عمده عواملو له امله رامنځته شوی: له هند څخه د بهرنیو پانګهوالو وتل او د امریکا لهخوا د هندي صادراتو پر وړاندې د ۲۵ سلنه تعرفو وضع کول.
د اقتصادي چارو شنونکي خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې دوام ومومي، نو دا به نه یوازې د روپۍ پر ارزښت، بلکې د هندوستان پر عمومي اقتصادي فعالیت هم ژور اغېز وکړي.
































