د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر او پخواني لومړی وزیر عمران خان، له اډیاله زندانه د خپلې “اېکس” پاڼې له لارې په یوه پیغام کې د خېبرپښتونخوا له اعلی وزیر علي امین ګنډاپور څخه غوښتی، چې د خېبرپښتونخوا او قبایلي سیمو کې د بل ځل پوځي عملیاتو اجازه ور نه کړي.
»عملیات د ستونزو حل نه دی. که پوځ له ولس سره مخامخ شي، نو د پوځ اداره به له منځه ولاړه شي. ستونزې باید د سیمهییزو نظامونو له لارې د خبرو اترو په مټ حل شي. افغانستان زموږ مسلمان ګاونډی دی، باید له دوی سره ښې اړیکې ولرو او د شخړو د حل لپاره د تفاهم لاره غوره کړو. «
د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې د خېبرپښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور هم په خپله اېکس پاڼه ویلي چې د عمران خان د دریځ درناوی کوي، او د همدې لپاره یې د قبایلي مشرانو د جرګو لړۍ پیل کړې ده.
نوموړي زیاته کړې چې د شنبې په ورځ (د زمري ۱۱مه) د خېبرپښتونخوا په مشرۍ یوه جرګه جوړه شوه چې پکې د خېبر، اورکزو، دره ادم خېل او حسن خېل قبایلي سیمو شاوخوا ۱۵۰ مشرانو، منتخبو ولسي استازو او ځینو چارواکو ګډون درلود.
د جرګې د پرېکړو له مخې:
- د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې ټول یو موټی دي؛
- عملیات او د خلکو بېځایه کول د منلو نه دي؛
- د سولې ټینګښت د پرمختګ شرط دی؛
- هېڅ ډول طبیعي سرچینې به چا ته ونهسپارل شي؛
- قبایلي مشران دې له افغانستان سره د خبرو لپاره واستول شي؛
- راتلونکې جرګې به په مهمند، باجوړ، وزیرستان او کُرمه کې جوړې شي؛
- وروستۍ لویه جرګه به د اعلی وزیر په مشرۍ د سولې لپاره د عمل پلان جوړ کړي.
د یادونې وړ ده چې دا مهال په خېبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت کوي او دا مسئله له امنیتي او سیاسي پلوه د پام وړ ارزښت لري.
































