د هند د ممبۍ ښار پولیسو او امنیتي ادارو د ترهګریزو بریدونو د ګواښونو له ترلاسه کولو وروسته د جمعې په ورځ بیړنی حالت اعلان کړی دی.
چارواکي وايي، دغه ګواښ د ترافیکي پولیسو په رسمي واټساپ شمېرې ترلاسه شوی، چې په کې ویل شوي ۳۴ بریدګر د ۴۰۰ ګرامه چاودېدونکو موادو په وسیله د سترو بریدونو پلان لري.
پیغام استونکي ځان د «لشکر جهادي» ډلې غړی معرفي کړی او ادعا یې کړې چې ۱۴ پاکستاني وسلهوال هند ته ننوتي او د برید لپاره چمتو دي.
د پولیسو په وینا، د ایالت په کچه امنیتي تدابیر سخت شوي او ترهګرۍ ضد څانګې په ګډون ټولې امنیتي ادارې په ګډه پلټنې کوي.
د ممبۍ د پولیسو یوه چارواکي ویلي، په ګواښ کې د کوم ځانګړي ځای نوم نه دی یاد شوی، خو پولیس د استوونکي د شمېرې د معلومولو هڅه کوي.
یاد ګواښ داسې مهال رامنځته شوی چې د ممبۍ پولیسو د «اننت چاتورداشي» او «عید میلاد» د نمانځلو لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
دغه ګواښ د ۲۰۰۸ کال د نومبر د ۲۶مې د خونړیو بریدونو یادونه تازه کړې، هغه مهال چې د لشکر طیبه پورې تړلو وسلهوالو په ممبۍ کې پر ګڼو ځایونو بریدونه وکړل او په پایله کې ۱۷۵ کسان ووژل شول او له ۳۰۰ ډېر ټپیان شول.




























