د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، په کابل کې د اندونیزیا له شارژدافیر نندا ایوالیست سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو خواوو د کرنیزو، بڼوالۍ او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو او همکاریو پر پراخېدو خبرې وکړې. مرستیال وزیر د افغانستان د کرنیزو محصولاتو، په ځانګړې توګه د تازه او وچه مېوو پر کیفیت ټینګار وکړ او له اندونیزیا وغوښتل چې د صادراتو زمینه برابره کړي.
نوموړي د نشهيي توکو پر ضد د اسلامي امارت ژمنه هم یاده کړه او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له افغان بزګرانو سره مرسته وکړي.
د اندونیزیا شارژدافیر د افغان حکومت هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې د همکاریو لپاره به خپل هېواد ته دا پیغام ورسوي.




































