د اسراییلو «کان» شبکې راپور ورکړی چې سعودي عربستان په وروستیو اوونیو کې اسراییل ته مستقیم پیغامونه استولي دي او ترې یې غوښتي، چې د سوریې د سرپرست مشر احمد الشرع د حکومت د کمزوري کولو هڅې ودروي.
د راپور له مخې، سعودي چارواکو اسراییلي لوري ته ویلي، چې احمد الشرع له اسراییل سره د جګړې لیوالتیا نه لري او د ده ټیکاو کولای شي له سوریې څخه د ایران د نفوذ کمېدو ته لاره هواره کړي. دا څرګندونې د شاهي کورنۍ یوې سرچینې له خولې خپرې شوې دي.
سعودي عربستان ټینګار کړی، چې باید الشرع ته فرصت ورکړل شي څو وکولای شي سوریه اداره کړي. دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د سوریې سوېلي سیمو، چې زیاتره یې دروزي مېشتې دي، وروستیو ناارامیو او نښتو ولړزولې.
راپورونه ښيي، چې دا نښتې د دروزی جنګیالیو، سُني عرب قبایلو او د سوریې د دولتي ځواکونو ترمنځ شوې دي، چې له امله یې سلګونه کسان وژل شوي دي. اسراییلو، چې د دروزیانو د “ډلهییز قتل عام” وېره څرګنده کړې، د سوریې دولتي ځواکونو پر ضد هوایي بریدونه کړي دي.
سعودي عربستان خبرداری ورکړی، چې دا ډول بېثباتي د ایران لپاره یو فرصت جوړوي، او ټینګار یې کړی چې باید ایران ته بیا اجازه ورنهکړل شي چې د سوریې په ډګر کې ځان را څرګند کړي.
























