د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له الجزیرې سره په خپله تازه مرکه کې ویلي، چې د ایران د اټومي پروګرام ختمېدل یو خیال دی او دا پروګرام به دوام ومومي. هغه زیاته کړې، چې تهران د اسراییل له هر ډول اقدام سره د مقابلې بشپړ چمتووالی لري.
پزشکیان ویلي: «اسراییل هڅه وکړه چې ایران بدل کړي؛ خو پاتې راغی. زموږ ځواکونه بیا هر ډول احتمالي برید ته چمتو دي، خو موږ د جګړې لېوالتیا نه لرو.»
نوموړي ټینګار کړی، چې ایران نه یوازې خپل ملي امنیت ته ژمن دی، بلکې د سیمې ثبات ته هم ارزښت ورکوي.






















