د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې لږ تر لږه ۶۷ فلسطینیان هغه مهال د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې شهیدان شوي، کله چې دوی د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه د غزې په شمال کې راټول شوي وو.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې، دا پېښه د یکشنبې په ورځ رامنځته شوې، هممهاله چې اسراییلي ځواکونو د هغو سیمو د تخلیې نوې سپارښتنې ورکړې چې له کورونو بېځایه شوي خلک پکې اوسېدل.
د غزې د صحت وزارت زیاتوي، چې په دې برید کې لسګونه نور کسان هم ژوبل شوي دي.




















