د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره به راتلونکې جمعه، د اګسټ په ۱۵مه، د الاسکا په ایالت کې وویني.
ټرمپ ویلي چې پوتین ته یې وروستۍ نېټه ټاکلې څو له اوکراین سره د اوربند موافقه وکړي، خو زیاته یې کړې چې د “وروستي چانس” اصطلاح نه خوښوي. د هغه په وینا، د سولې لپاره لا هم فرصت شته او پایلې به وروسته څرګندې شي.




























