د رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې ښايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر شي جینپینګ د اېپک نړیوالې غونډې تر پیل مخکې یا د غونډې پر مهال سره وویني. ټاکل شوې دا لیدنه د اکتوبر په ۳۰مه یا د نومبر په ۱مه ترسره شي، که څه هم تر دې دمه دقیق مهالوېش نهدی تایید شوی.
دغې احتمالي لیدنې ته نړیوال پام ور اوښتی، ځکه چې دواړه مشران هڅه کوي د سوداګریزو تعرفو په برخه کې راولاړې شوې ناندرۍ له ډیپلوماټیکې لارې حل کړي.
د چین د سوداګرۍ وزیر وانګ وینتاو ویلي، چې پیکینګ غواړي له واشنګټن سره سوداګریزې اړیکې بېرته عادي حالت ته راوګرځوي.
د امریکا د ولسمشر ټرمپ ویاند تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.






























