چارواکي وایي چې د شنبې په ورځ یو کس خپل موټر د لاسانجلس ښار په ورمونټ نایټکلب مخې ته د خلکو پر یوې ډلې خېژولی، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ کسان ټپیان شوي دي.
د لاسانجلس د اور وژنې ادارې په وینا، د ټپیانو له ډلې د ۶ کسانو وضعیت د اندېښنې وړ دی. چارواکو دا پېښه “قصدي” بللې ده.
د اور وژنې ادارې ویاند، ویلي چې موټر لومړی له بل موټر سره ټکر شوی او وروسته په پارکینګ کې د خلکو پر یوې ډلې ته خېژېدلی دی.
پولیس وایي، چې موټر چلونکی له پېښې وروسته د خلکو له فزیکي غبرګون سره مخ او په ډزو وژل شوی دی. نوموړی وروسته روغتون ته وړل شوی، خو د هغه د وضعیت په اړه لا هم جزییات نهدي خپاره شوي.
















