د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د شنبې ماښام راپور ورکړی، چې دروزي جنګیالیو د سوېل سوېدا ولایت له مرکز، یعنې سوېدا ښار څخه خپل رقیب وسلهوال ایستلي دي.
دا پرمختګ د امریکا په منځګړیتوب د شوي اوربند له هوکړې وروسته رامنځته شوی، چې هدف یې د اسراییلي پوځ له لوري د لا نورو مداخلاتو مخنیوی و. د سوریې حکومت هم د دې هوکړې په دوام کې د اوربند امر صادر کړی دی.
سره له دې چې ښار له وسلهوالو پاک شوی، د سوېدا ولایت په نورو سیمو کې بیا هم نښتې روانې دي.
































