د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د افغانستان سرپرست حکومت باید د نړیوال ترورېزم پر وړاندې د یو مهم متحد په توګه وپېژندل شي او ملاتړ یې وشي.
کابلوف دا څرګندونې د روسیې له دولتي خبري آژانس تاس سره په یوه تازه مرکه کې کړي دي. هغه ټینګار کړی چې اسلامي امارت له وړاندې د داعش پر ضد جګړه کړې او اوس هم باید د ترهګرۍ له ګواښونو سره د مبارزې لپاره لا پیاوړې شي.
د روسیې دغه لوړپوړي ډیپلومات هغه نیوکو رد وکړ چې ګواکې په افغانستان کې ترهګرې ډلې فعاله دي. کابلوف نړیواله ټولنه وهڅوله چې له امارت اسلامي سره ملاتړ وکړي، تر څو، په وینا یې، دغه حکومت وکولای شي “وړې ترهګرې ډلې” وځپي او د سیمې ثبات ته کار وکړي.
د روسیې حکومت، سره له دې چې اسلامي امارت یې رسماً په رسمیت نه دی پېژندلی، خو په پرلهپسې ډول له دې حکومته د ترورېزم ضد مبارزې په برخه کې د همکارۍ تمه لري.
































