د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ټولو بهر مېشتو امریکايي ډیپلوماټانو ته لارښوونه کړې چې د نورو هېوادونو د ټاکنو د شفافیت یا روڼتیا په اړه له څرګندونو ډډه وکړي. دغه سپارښتنه د بهرنیو چارو وزارت لهخوا د یوه رسمي مکتوب له لارې د امریکا ډېپلوماټیکو استازولیو ته استول شوې ده.
په مکتوب کې ټینګار شوی چې له دې وروسته به د واشنګټن لهخوا د نورو هېوادونو د ټاکنو په تړاو نه یوازې رسمي اعلامیې نه خپرېږي، بلکې د خواله رسنیو له لارې به هم هېڅ ډول نظر نه وړاندې کېږي. دا پرېکړه د امریکا د بهرني سیاست د یو نوي چلند برخه بلل شوې.
خو په مکتوب کې یادونه شوې چې استثنايي ډول، د امریکا د «روښانه او مهمو ملي ګټو» پر مهال ښایي له دې پالېسۍ سرغړونه وشي او د ټاکنو په تړاو نظر وړاندې شي.
د دغه بدلون موخه د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې د نهلاسوهنې ښکارندويي او د نړیوالو اړیکو د پیاوړتیا لپاره محتاط چلند ښودل شوی دی.
























