روغتیايي چارواکي په غزه کې وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو له لوري د غزې پر بېلابېلو سیمو د هوايي بریدونو له امله ۱۳۹ تنه شهیدان شوي او ګڼ نور ټپیان دي.د چارواکو په وینا، په قربانیو شویو کسانو کې ۴۵ تنه هغه ملکي وګړي دي، چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په موخه د مرستو د وېش مرکزونو ته راټول شوي وو.
غزې ته د مرستو محدود لاسرسی، دوامداره بریدونه او د ملکي وګړو تلفات نړیوالې اندېښنې زیاتې کړې دي.


































