په پاکستان کې د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۳۴ تنو ته رسېدلی، چې نږدې نیمايي قربانیان یې ماشومان دي.
چارواکي وایي، دا مرګ ژوبله د سېلابونو، ځمکې ښویېدنې، ټرافیکي پېښو او د کورونو د نړېدو له امله رامنځته شوې ده.
په عین حال کې، د ګلګت بلتستان سیمه کې د ۲۵۰ سېلانیانو د ژغورلو راپورونه ورکړل شوي، چې چارواکو د ژغورنې عملیات پیل کړي دي. د راپورونو له مخې، لا هم ۱۵ تنه سېلانیان لادرکه دي او ژغورونکي ډلې هڅې کوي چې هغوی پیدا کړي.






















