لبناني رسنیو راپور ورکړی چې د سوریې د انتقالي حکومت ولسمشر احمد الشرع، د هېواد په کچه د پراخو امنیتي تحولاتو له امله، له خپلې کورنۍ سره یوځای د پلازمېنې دمشق ښار پرېښی دی.
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د یوه ترهګریزې برید په پایله کې د سوریې د انتقالي حکومت درې لوړپوړي چارواکي، چې د دفاع وزیر هم پکې شامل دی، وژل شوي دي. دا پېښه د انتقالي ادارې لپاره یوه ستره ضربه بلل شوې ده.
همداراز راپورونه ښيي چې یو نظامي واحد د سوریې د دولتي راډیو او تلویزیون مرکزي دفتر ته ننوتی، او د یادې رسنۍ ټول خپرنیز کنټرول یې په لاس کې اخیستی دی. د وضعیت د لا روښانېدو لپاره سیمې ته خبریالان نهدی پرېښودل شوي.
د یادو تحولاتو جزئیات لا هم بشپړ نهدي خپاره شوي، خو سیمهییزې رسنۍ وایي چې د سوریې په څو ښارونو کې پوځي حرکتونه او نامعلوم وضعیت دوام لري.
































