د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د سوریې پر سوېدا ښار د امنیت ټينګښت لپاره د دمشق د حکومت له هڅو ملاتړ څرګند کړی، او هممهاله یې د سوریې پر خاوره د اسراییلو بریدونه په کلکه غندلي دي.
په یوه رسمي اعلامیه کې، دغه وزارت ویلي، چې د اسراییلو دا بریدونه نه یوازې د سوریې امنیت او ثبات له ګواښ سره مخ کوي، بلکې دا کړنې د نړیوالو قوانینو او د ۱۹۷۴ کال د اوربند د هوکړې ښکاره سرغړونه هم بلل شوې ده.
سعودي چارواکو ټینګار کړی چې د تاوتریخوالي دوام به د سوریې کړکېچ نور هم ژور کړي او سیمهیز ثبات به له خطر سره مخ کړي. دغه اعلامیه په داسې حال کې خپره شوې، چې په وروستیو اونیو کې د اسراییلو او سوریې تر منځ پوځي نښتې زیاتې شوې دي.
سعودي عربستان له اوږدې مودې راهیسې د سیمې پر ثبات او د شخړو د سولهییز حل ټینګار کړی دی، او دا دریځ یې یو ځل بیا د دغې اعلامیې له لارې تکرار کړی.
































