د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا، د رياست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو لیدنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر په “خطرناکه توګه” زیات شوی دی.
نوموړې ویلي، که دا لړۍ همداسې دوام وکړي، نو نړیوالو مرستندویو بنسټونو ته به د دغو کډوالو ستونزو ته رسېدنه خورا ستونزمنه شي.
د ریاست الوزرا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د راستانه شویو کډوالو د وضعیت، مرستو د همغږۍ، او د مرستو د څرنګوالي په اړه خبرې کړې دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) استازي، عرفات جمال، په ناسته کې له راستانه شویو کډوالو سره د لس میلیونه ډالرو نغدي مرستې ژمنه کړې ده.
روزا اوتنبایوا، سره له دې چې د کډوالو د راستنېدو چټک بهیر اندېښمن کوونکی وباله، خو ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه به له افغانانو، په ځانګړې توګه له بېځایه شویو او راستنېدونکو کډوالو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.
په مقابل کې، د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د راستنېدونکو افغان کډوالو د بیا میشتېدو، خدمتونو او اړتیاوو پوره کولو په برخه کې عملي مرسته وکړي.
حنفي وویل، نړیواله ټولنه دې “خپل اخلاقي مسوولیت پر ځای کړي” او له افغان حکومت سره دې د کډوالو د سم مدیریت په برخه کې همکاري وکړي.






























