اسراییلي پوځ وايي، چې د غزې شمال ته د بیت حانون په سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې پنځه پوځیان وژلي او ۱۴ نور یې ټپیان کړي دي.
دوی زیاتوي، چې پېښه د دوشنبې په ماښام د ځمکنیو عملیاتو پر مهال رامنځته شوې، او د دوو ټپیانو روغتیایي حالت نازک دی.
دا چاودنه په داسې حال کې شوې، چې اسراییلي ځواکونه لا هم د غزې په بیلابیلو برخو کې عملیات کوي او جګړه دوام لري.




























