د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، په پاکستان کې د کوکنارو کرکېله په پراخېدو ده، چې دا چاره له سخت دریځۍ، ترهګرۍ او د دولت له کنټروله د وتلو سیمو له پراخېدو سره تړاو لري.
خلیلزاد پر خپل ایکس پاڼه لیکلي د کوکنارو زیاتېدونکې کرکېله یوازې د نشهيي توکو ستونزه نه ده، بلکې له امنیتي او سیاسي اړخونو هم ستر ګواښ ګڼل کېږي.
هغه ټینګار کړی، که د کوکنارو کرکېله همداسې دوام پیدا کړي، دا به د ترهګرۍ، افراطیت او ناقانونه اقتصاد د پیاوړتیا لامل شي. د ده په باور، دا موضوع باید له رېښو وکتل شي او نړیوال او سیمهییز اقدام ورته وشي.
خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې په وروستیو کلونو کې د پاکستان په ځانګړې توګه بلوچستان، خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې د کوکنارو کرکېله د پام وړ لوړه شوې، خو پاکستاني چارواکو تر دې دمه په دې اړه څرګند دریځ نه دی نیولی.






















