د کابل تاج هوټل چې یو پنځه ستوریز هوټل دی، د حکومت یو شمېر چارواکو او ملي سوداګرو په حضور کې په ځانګړو مراسمو کې رسماً خپل فعالیت پیل کړ.
د سوداګرۍ او پانګونې خوني د لومړي مرستیالښاغلي حاجی محمد یونس مهمند، د کابل تاج هوټل له مسؤولینو څخه د پانګونې او د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو له امله مننه وکړه، او دا ډول پانګونې یې د هېواد د اقتصاد په وده کې مهمې وبللې. نوموړي همداراز د هېواد ټول پانګهوال یې د بېلابېلو سکتورونو، په ځانګړې توګه د هوټلدارۍ په برخه کې پانګونې ته وهڅول.د کابل تاج هوټل مدیریت وایي، دا هوټل د مېلمهپالنې او آرامتیا نوې کچه وړاندې کوي او هڅه کوي چې ښاریانو ته د محفلونو، غونډو او مسافرو لپاره یو مدرن او مجهز ځای برابر کړي.د دوی په وینا، کابل تاج هوټل د کابل ښار په زړه کې موقعیت لري او د اسانه لاسرسي له امله د مسافرو، سوداګرو او ډیپلوماتانو لپاره یو له غوره انتخابونو څخه ګڼل کېږي.






























