د هند پوځ مرستیال مشر جنرال راهول سینګ ویلي، چین د هند او پاکستان ترمنځ د وروستۍ څلور ورځنۍ جګړې پر مهال په پټه د پاکستان ملاتړ کړی او ورته یې د هند د مهمو پوځي اهدافو په اړه په ژوندۍ بڼه استخباراتي معلومات ورکړي دي.
جنرال سینګ چې د نوي ډیلي د دفاعي صنعت په یوه غونډه کې خبرې کولې، وویل: «هند له دوو دښمنانو سره مخ و؛ پاکستان، چې ښکاره دښمن و، او چین، چې پټه مرسته یې کوله.»
د هغه په وینا، کله چې د هندي پوځ عمومي مشر د عملیاتو د پلان غونډه درلوده، پاکستان لا مخکې له ځای او هدفه خبر و، چې ښيي چین ورته دا معلومات ورکړي.
د رویټرز په راپور کې راغلي چې چین ښايي د خپلې سپوږمکۍ له لارې دا معلومات پاکستاني رادار ته لېږدولي وي. که څه هم جنرال سینګ نور جزییات ورنه کړل او نه یې روښانه کړه چې هند دا معلومات څنګه ترلاسه کړي، خو دا یې څرګنده کړه چې چین له پاکستان سره د جګړې پر مهال استخباراتي مرسته کړې.
پاکستان پخوا دا تورونه رد کړي، خو په دې اړه یې تازه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
په دغه راپور کې همداراز ویل شوي، چې د جګړې پر مهال ترکیې هم د پاکستان ملاتړ کړی او ورته یې Bayraktar ډرون الوتکې او پوځي سلاکاران ورکړي. د ترکیې دفاع وزارت بیا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
یاده دې وي چې جګړه وروسته له هغې ونښته، کله چې وسلهوالو کسانو د اپرېل په میاشت کې د هندي کشمیر په پهلګام سیمه کې ۲۶ تنه سېلانیان ووژل، چې هند یې پړه پر پاکستان واچوله. جګړه څلور ورځې روانه وه او دواړو خواوو د توغندیو، جنګي جېټ الوتکو او بېپیلوټه الوتکو استعمال وکړ.
Top of Form






















