د ایران د تایباد سیمې ولسوال حسن جمشیدي ویلي، چې هره ورځ له دوغارون سرحدي پولې څخه شاوخوا اته دیرش زره افغان کډوال له دي هېواده ایستل کېږي. نوموړي زیاته کړې، چې تر دې دمه له یادې پولې څخه تر پنځه سوه زرو زیات افغان کډوال شړل شوي دي.
د جمشیدي په وینا، د روانې میاشتې تر پنځلسمې نېټه ایران کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو لپاره وروستۍ ضربالاجل ټاکل شوې، او د نېټې له را نېږدې کېدو سره به د اېستل کېدونکو افغانانو شمېر نور هم ډېر شي.د افغان کډوالو د ایستلو دغه پراخ بهیر په داسې حال کې روان دی چې د دوی ډېری یې د کلونو راهیسې په ایران کې ژوند کاوه، خو اوس له جدي سرحدي تدابیرو سره مخ دي.
د کډوالو چارو نړيوالې ادارې او د بشري حقونو فعالان د دې بهیر پر اغېزو اندېښنه څرګندوي او له دواړو هېوادونو غواړي چې د کډوالو حقونو ته پام وکړي.



























