په قطر کې د اسلامي امارت استازي سهیل شاهین، وایي چې تمه ده په نژدې راتلونکي کې یو شمېر نور هېوادونه هم د روسیې په څېر د افغانستان سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني.
ښاغلي شاهین دا څرګندونې د روسي خبري اژانس ریانووستي سره په تازه مرکه کې کړې دي. نوموړي ویلي، «ښايي په راتلونکو اونیو یا میاشتو کې ښه خبرونه واورو.»
سره له دې چې هغه د هغو هېوادونو نومونه یاد نه کړل چې ښايي دا ګام واخلي، خو ټینګار یې وکړ چې د رسمیت پېژندنې بهیر جریان لري او ممکن ژر پرمختګونه وشي.
یاده دې وي چې روسیه لومړی هېواد دی چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپېژنده.


























