د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس، ذاکر جلالي، وایي چې د روسیې په ګډون د سیمې ډېری هېوادونه غواړي افغانستان یو باثباته هېواد وي، او دا چاره د دوی د لومړیتوبونو له ډلې ده.
ښاغلي جلالي خپل اکس پاڼه ویلي چې له روسیې وروسته به د اسلامي امارت حکومت رسمیت پېژندنه نورو هېوادونو ته هم وغځېږي.
نوموړي وایي: د اسلامي امارت او د سیمې هېوادونو ترمنځ داسې تعامل روان دی چې د ټولو اړخونو مشروع ګټې پکې خوندي دي.
اسلامي امارت له ۲۰۲۱ راهیسې، د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو لپاره هڅه کوي او روسیه لومړی هیواد شو، چې اسلامي امارت یې په رسمیت وپیژنده .




























