په کابل کې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي ویلي، چې د اسرائیل وروستي بریدونه نه یوازې د ایراني وګړو، بلکې په ایران کې د مېشتو افغانانو ژوند هم له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د هغو افغانانو یوې ډلې ته کړې، چې د بېرته ستنېدو په حال کې وو. د ایران سفارت د بېکدلي له خولې د ټولنیزې شبکې اېکس (پخوانۍ ټویټر) له لارې لیکلي، چې په ایران کې له شپږ میلیونه زیات افغانان مېشت دي، چې اوسنی وضعیت یې سخت اغېزمن کړی دی.
سفیر زیاتوي، چې د ایران او افغانستان ترمنځ اړیکه “نه شلېدونکې” ده، او تهران به له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره خپلې هڅې روانې وساتي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د سیمې امنیتي وضعیت ورځ تر بلې پېچلی کېږي، او ګڼ افغان کډوال د ستنېدو یا پاتې کېدو تر منځ په نږدې تصمیم نیولو کې دي.


























