له ګاونډې هېوادونو څخه د افغان کډوالو رایستلو په ډوام کې، یوازې په تېره ورځ ۵۲۰۸ افغان کورنۍ له ګاونډیو هېوادونو ایران او پاکستانه بېرته افغانستان ته راستنې شوي دي.
د راپور له مخې، دغه کورنۍ د هېواد له څلورو مهمو سرحدي دروازو افغانستان ته داخلې شوې دي:
- ۱۲۶ کورنۍ د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې له پاکستانه راستنې شوې دي.
- ۱۰۲ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته بېرته تللې دي.
- ۱۱۳۰ کورنۍ د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې له ایران څخه راستنې شوې دي.
- ۳۸۵۰ کورنۍ بیا د هرات ولایت د اسلامکلا بندر له لارې بېرته هېواد ته داخلې شوې دي.
د سرچینې په خبره ډېری دغه راستنېدونکي کسان هغه مهاجرین دي، چې یا خو یې د پاتې کېدو قانوني اسناد نه درلودل یا هم د دواړو هېوادونو د فشارونو له امله اړ شوي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
د کډوالو چارو مسؤلین وايي، چې د راستنېدونکو کورنیو د ثبت، مؤقت استوګنځای، او لومړنیو مرستو لپاره اړین چمتوالي نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې له تېرو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې، چې پراخ غبرګونونه یې هم راپارولي دي.






























