د امريکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو رسنيو راپورونه «دروغ» وبلل چې پکې ويل شوي، ګواکې نوموړی غواړي ايران ته د ۳۰ ميليارده ډالرو مالي مرستې زمينه برابره کړي.
ټرمپ دغه څرګندونې د خپلې شخصي ټولنيزې شبکې Truth Social له لارې کړي او ويلي يې دي:
«دا کوم پست، بېوجدانه کس دی چې جعلي خبرونه خپروي؟! دا دروغ دي چې ټرمپ غواړي ايران ته د سولهیيز اټومي پروګرام لپاره ۳۰ ميليارده ډالر ورکړي. دا ټول پروپاګند دی چې د بدنامۍ لپاره خپرېږي».
د ټرمپ دا غبرګون وروسته له هغه مخې ته راغی، چې د CNN خبري شبکې د پنجشنبې په ورځ (۲۷ جون) راپور ورکړ، واشنګټن هڅه کوي د ايران اټومي خبرو د بيا پيل لپاره يو نوی طرح وړاندې کړي.
د سياېناېن د راپور له مخې، د دې وړانديز په جزيياتو کې شامل دي:
- د ايران کنګل شوې شتمنۍ بېرته فعالول
- ايران ته د ۳۰ ميليارده ډالرو شتمنيو ته د لاسرسي اجازه
- د بنديزونو نرمول
- او د سولهييز اټومي پروګرام د فعاليت زمينه برابرول
د امريکا حکومت تر دې دمه د سياېناېن د راپور رسمي تصديق يا رد نه دی کړی، خو د ټرمپ څرګندونې ښيي چې دا راپورونه د نوموړي له خوا سخت رد شوي دي.
















