د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، چې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ باید د نوبل د سولې جایزې لپاره نوماند شي، ځکه چې نوموړي د پاکستان او هند ترمنځ د نښتو د ختمولو، او همداراز د ایران او اسراییلو ترمنځ د احتمالي جګړې د مخنیوي په برخه کې رغنده رول لوبولی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په نړیواله کچه د سولې هڅې، او د لویو قدرتونو رول، بیاځلي د نړیوالو سازمانونو تر څار لاندې راغلی دی.
























