د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت هڅه کوي چې د چین له یو شمېر بانکونو څخه په ګډه ۳.۳ میلیارد ډالره پور ترلاسه کړي. تمه ده چې دا معامله به د روان مالي کال تر پایه، یعنې د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې بشپړه شي.
د “ده نیوز” ورځپاڼې د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې دا پور به د بهرنیو زېرمو د پیاوړتیا او د نړیوالو مالي فشارونو د کمولو لپاره واخیستل شي. د دغې معاملې په پایله کې به د پاکستان د مرکزي بانک د بهرنیو زېرمو کچه تر ۱۴ میلیارد ډالرو لوړه شي.
یاده معامله د پاکستان لپاره له اقتصادي پلوه مهمه بلل کېږي، ځکه چې هیواد یې له سختو مالي ستونزو، لوړ پورونو او د اسعارو له کموالي سره مخ دی. چارواکي هیله لري چې د چین له لوري دغه مالي ملاتړ به د نړیوال وجهي صندوق (IMF) سره د احتمالي راتلونکې هوکړې لپاره هم زمینه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان له وړاندې هم د چین ستر اقتصادي شریک پاتې شوی او دا هېواد تل هڅه کوي چې له بیجینګ سره خپلې اقتصادي اړیکې نورې هم پراخې کړي.


















