د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې ایران او اسراییل د اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.
ښاغلي عراقچي د دوشنبې په ورځ پر ایکس (پخوانی ټویټر) لیکلي: «تر اوسه پورې د اوربند یا د پوځي عملیاتو د درولو په اړه هېڅ ډول توافق نه دی شوی.»
هغه په یوه یادداشت کې زیاته کړې چې ایران به یوازې هغه وخت له پوځي غبرګون څخه لاس واخلي، که اسراییل د تهران پر وخت د سې شنبې تر سهار څلورو بجو پورې خپل یرغل پر ایران بند کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې ډونالد ټرمپ دعوه وکړه چې دواړه خواوې د یو موقتي اوربند پر سر سلا شوي دي. خو ایران دا ادعا بېاساسه بللې ده.
























