د سپاه پاسداران لو قوماندان محمد پاکپور خبرداری ورکړی چې که امریکا یو ځل بیا «تجاوز» وکړي، نو له لا سخت او جدي غبرګون سره به مخ شي.
د ایران دولتي او نیمه دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د سپاه ځواکونو د امریکا د مرکزي قوماندۍ یوه مهمه ستراتیژیکه اډه «العديد» چې په قطر کې موقعیت لري، تر برید لاندې راوستې ده.
د سپاه قوماندان د ادعا له مخې، په دغه برید کې “العديد” اډې ته زیان رسېدلی، خو د حملې د نوعیت یا د زیان دقیق جزییات نه دي ورکړل شوي.
واشنګټن تر دې دمه د دغې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.




















