د اسراییلو کان تلویزیوني شبکې راپور ورکړی چې د ایران لهخوا پر بېر شبع ښار د توغندیزو بریدونو په پایله کې درې کسان وژل شوي دي.
تر دې وړاندې د اسراییل ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې یو توغندی د بېر شبع ښار په یوې استوګنیزې ودانۍ لګېدلی، چې له امله یې دروند زیان اوښتې دی.
د کان شبکې د راپور له مخې، په دې برید کې ګڼ شمېر نور کسان هم ټپیان شوي، خو د ټپیانو دقیق شمېر او روغتیایي وضعیت تر اوسه نهدی اعلان شوی.
تراوسه ایران په رسمي توګه د دې برید په اړه څه نه دې ویلي. اسراییلي چارواکو تر اوسه د دغو تلفاتو په اړه رسمي تبصره نه ده کړې.
































