د امریکا په کانګرس کې د ډېموکراټ ګوند یو شمېر لوړپوړي استازي د دې هڅه کوي چې د ایران په اړه ولسمشر ډونالډ ټرمپ جنګي واکونه محدود کړي. دوی د «جنګي واکونو پرېکړهلیک» یوه مسوده چمتو کوي چې موخه یې د امریکا له لوري د ایران-اسراییل شخړه کې د نظامي مداخلې مخنیوی دی.
د سياېناېن خبري شبکې د راپور له مخې، د استازو جرګې د استخباراتو کمېټې مشر جېم هیمز، د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر ګریګ میکس، او د وسلهوالو خدماتو کمېټې مشر اډم سمیت په ګډه د دې پرېکړهلیک پر مسودې کار کوي.
د جګړې د واکونو پرېکړهلیک، چې یو فدرالي قانون دی، ولسمشر ته دا اجازه نه ورکوي چې پرته له کانګرس څخه اوږدمهاله نظامي عملیات پیل کړي.
ډېموکراټان غواړي د یاد قانون له لارې ډونالډ ټرمپ، چې اوس د بحران پر مهال د ولسمشرۍ دنده پر غاړه لري، دې ته اړ کړي چې د کانګرس رسمي اجازه پرته له ایران سره جګړه کې د امریکا پوځي مداخله پای ته ورسوي.
تر اوسه د سپینې ماڼۍ له خوا په دې اړه رسمي غبرګون نه دی ورکړل شوی.






















