د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تازه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي: «ایران باید سمدستي ودرېږي، که نه نو بیا به پرې برید وشي.»
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې امریکایي بم غورځونکو الوتکو د ایران پر مهمو اټومي تاسیساتو – فردو، نطنز او اصفهان – پراخ بریدونه وکړل. نوموړي دغه بریدونه “بریالي او دقیق” یاد کړي، او ټینګار یې کړی چې دا یواځې “لومړی ګام” و.
ټرمپ زیاته کړه: «موږ د سولې پلویان یو، خو دا سوله باید د ځواک له موقعیته وساتل شي. که ایران خپلو پارونکو فعالیتونو ته دوام ورکړي، بیا به یې پایلې نورې سختې وي.»
په ورته وخت کې، نړیوالو مشرانو، د ملګرو ملتونو سرمنشي، او د سیمې یو شمېر هېوادونو د وضعیت پر خرابېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. د کولمبیا ولسمشر ویلي چې «د امریکا برید به منځنی ختیځ اور واخلي»، او ایران هم خبرداری ورکړی چې “جګړه اوس پیل شوې ده”.
د چارو کتونکي د وضعیت د لا زیاتې ترینګلتیا احتمال نه ردوي او پر دې ټینګار کوي چې یوازینۍ حل لاره د بحران د ډیپلوماټیکو خبرو بیا پیل دی.






























