د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اسراییلو وغوښتل چې پر ایران نور بریدونه ونهکړي او خپل پیلوټان بېرته راوغواړي. نوموړي د دواړو لورو د بریدونو دوام «د اوربند نقض» بللی او خبرداری یې ورکړی چې که اسراییل یو بل برید وکړي، نو دا به «یوه ستره سرغړونه» وي.
ټرمپ وویل: «اسراییل باید همدا اوس خپل پیلوټان بېرته راوغواړي. دا وخت د جګړې نه، بلکې د زغم او سولې دی.»
نوموړي زیاته کړه چې د تاوتریخوالي دوام نهيوازې سیمهیز ثبات ته زیان رسوي، بلکې نړیوالې سولې ته هم ګواښ پېښوي.
د ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې د ایران او اسراییلو ترمنځ نن اوربند اعلان شوی، خو د دې اوربند د ماتیدو ویره هم شته دي.





























