اسلامآباد – واشنګټن: د پاکستان پوځ اعلان کړی، چې د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره لیدلي او د ایران او اسراییل ترمنځ روان کړکېچ یې ورسره تر بحث لاندې راوستی دی.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ریاست (ISPR) په یوې رسمي خبرپاڼه کې ویلي، چې دا لیدنه د امریکا په سپینه ماڼۍ کې شوې او شاوخوا یو ساعت یې دوام کړی دی. خبرپاڼه زیاتوي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د ایران – اسراییل د کړکېچ، سیمهییزو امنیتي تحولاتو او د پاکستان – امریکا اړیکو په اړه د نظر تبادله شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي:
“دواړو مشرانو د سیمې پر امنیتي وضعیت، ځانګړې توګه د ایران او اسراییل ترمنځ د وروستیو پوځي تحولات په اړه خپل نظرونه شریک کړل.”
د لیدنې نور جزئیات یا د کوم ځانګړي توافق په اړه څه نه دي ویل شوي. همداراز، نه د ټرمپ دفتر او نه هم امریکايي چارواکو تر دې دمه د دې لیدنې په تړاو کومه تبصره کړې ده.
دا لیدنه پر داسې مهال شوې، چې د ایران او اسراییل ترمنځ پوځي شخړه ورځ تر بلې پراخېږي او د سیمې نور هېوادونه هم د احتمالي اغېزو له امله اندېښمن دي.
جنرال عاصم منیر دا مهال د یوه رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته تللی، او ویل کېږي چې له نورو امریکايي چارواکو سره هم د سیمهییز امنیت، ترورېزم ضد مبارزې، او دوه اړخیزو همکاریو په اړه خبرې کوي.

























