د اسراییلو او ایران ترمنځ د شخړو په اوج کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې ایران به په ویاړ او زړورتیا سره د ځان د دفاع حق کارولو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې، ایران به یرغلګر په خپلې لویې تېروتنې پښېمانه کړي او دې ته به یې اړ باسې، چې د خپلې تېروتنې بیه پرې کړي.























