د ایران د خراسان رضوي والي غلام حسین مظفري او د هرات سرپرست والي نور احمد اسلام جار په مشرۍ پلاویو د اسلامکلا بندر له لارې د افغان کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر له نږدې وڅارلو.
په کابل کې د ایران سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دواړو خواوو د کډوالو د بېرته راګرځېدو او اړینو خدمتونو د وړاندې کولو په موخه دوه جلا غونډې ترسره کړي، چې په دغو غونډو کې د ایران سفیر هم ګډون کړی و.
په غونډو کې د راستنېدونکو د مدیریت، همغږۍ او همکاریو په اړه بحث وشو او دواړو خواوو یو لړ مهمې هوکړې لاسلیک کړې، چې هدف يې د کډوالو د بېرته راستنېدو بهیر ښه تنظیم او خدمتونه اغېزمن کول دي.
























