د افغانستان د شپږیزې کریکټ لیګ د ۲۰۱۹ کال د لوبې وروستۍ لوبه د مس عینک اتلانو په ګټه پای ته ورسیده.
د دې سیالیو وروستۍ لوبه نن جمعه د تلې شپږ ویشتمه د مس عینک اتلانو او بند امیر ښامارانو ترمنځ په کابل کې وشوه.
لومړی د راشد خان په مشرۍ بند امیر ښامارانو پچه وګټله او خپله یې توپ وهنه پيل کړه چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې يې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۴ منډې وکړې.
د دوی له ډلې عمران جنت ۳۲، شوکت زمان ۲۷، باطن شاه ۲۳ ناسوځېدلې او افسر ځاځي ۲۲ منډې ترلاسه کړې.
د وزيرزي مس عينک اتلانو له لوري نوين الحق ۳، شرف الدین اشرف ۲، محمد نبي او نور احمد ۱-۱ لوبغاړی وسوځاوه.
مس عینک اتلانو کې رحمن الله ګربز ۳۶، نور علي ځدران ۴۲، احسان الله ۲۵ او محمد نبي ۳۰ منډې وکړې.
مس عینک اتلانو د لوبې وروستس اور کې ټاکل شوی هدف پوره کړ.
کریم جنت د ټورنمنټ غوره لوبغاړی ونومول شو.