د کډوالو نړیوال سازمان په افغانستان کې کډوالو او بې ځایه شوو ته د رسیدنې په موخه د ۳۰ میلیونه ډالرو د مرستې ژمنه کړې ده.
د دې مرستو تړون د اجراییه رییس عبدالله عبدالله په حضور کې د یاد سازمان او د افغانستان دکډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د چارواکو ترمنځ ناسته کې لاسلیک شوې ده.
اجراییه ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې ناسته کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزیر د تېرو ناستو په اړه مفصل رپوټ وړاندې کړ او زیاته یې کړه، چې له بې ځایه شوې کورنیو سره تر دې دمه ټولې بېړني مرستې ترسره شوي.
د غونډې په پای کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکیو چارو وزارت او د کډوالۍ لپاره د نړیوالي ادارې یا (IOM) سره د ۳۰ میلیون ډالرو په ارزښت د بې ځایه شویو او بېرته راستنېدونکیو کورنیو لپاره تفاهمپاڼې هم لاسلیک شوې.
په یاده ناسته کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي ویلي چې له بې ځایه شویو کورنیو سره تر دې دمه ټولې بېړنۍ مرستې ترسره شوې دي.
هغه زیاته کړې چې په روان ۲۰۱۹ میلادي کال کې تر دې دمه شاوخوا ۴۹۵۰۶۹ کورنۍ د جګړو او بېلابېلو ستونزو له امله بې ځایه شوې دي چې یوازې ۵۲ زره کورنۍ له ژمنیو مرستو بې برخې پاتې دي. نوموړي زیاته کړې چې له دې ډلې ۱۹۸۲۳۳ کورنۍ بېرته خپلو مېنو ته ستنې شوې دي.