نړيوال بانک په افغانستان کې د برېښنا او ګازو لپاره ۹۸.۸ ميليونه ډالر تصويب کړي دي.
افغانستان کې د نړيوال بانک مشر ويلي چې افغانستان زياتې برېښنا ته اړتيا لري او له همدې امله په دې برخه کې پانګونه کول د افغانستان د پرمختګ لامل کېږي.
د دغه بانک خبرپاڼه کې راغلي، د دې پروژو هدف له کورنیو منابعو د انرژي د توليد کچې لوړول او د افغانستان د انرژۍ پر سکټور د خصوصي پانګونو هڅول دي.
په افغانستان کې د نړيوال بانک رييس هنري کرالي ويلي، افغانستان برېښنا ته بې کچې زياته اړتيا لري او د مالي مرستو دا نوې ټولګه به د ودې او پراختيا په لار کې يو ستر ګام وي.
هغه زياته کړې، د انرژي د بیلابیلو منابعو په رامنځته کولو به لا ډېر افغانان له ډاډمنې ښاري برېښنا برخمن شي او دغه راز به ورسره د بې روزګارۍ کچه هم راټیټه شي.