د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني د اسراییل وروستي بریدونه په کلکه غندلي او ویلي یې دي، چې د دغو بریدونو پر وړاندې باید «ډلهییز غبرګون» وښودل شي. د هغه په وینا، دا غبرګون باید داسې وي چې اسراییل له نورو زورواکيو او تېريو لاس په سر کړي.
په همدې تړاو، د قطر رسنیو د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان له قوله راپور ورکړی، چې د دوحې پر وړاندې د اسراییل له برید وروسته، د اسراییلي تېري پر وړاندې نړیوال اقدام اړین دی.
سعودي او قطر دواړو ټینګار کړی، چې د منځني ختیځ کړکېچ باید د نړیوالو هڅو له لارې کنټرول شي او د سیمې ثبات د ګډو اقدامونو په پایله کې ډاډه کېدای شي.




















