د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ای ټي رئیس د کابل د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون له خوا لویې څارنوالۍ ته ور پیژندل شوی دی.
د کابل د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون دا خبر د یک تلویزیون خبریال ته ورکړی دی.
محمد کبیر پناهی د ټاکنو په ورځ د رای ورکوونکو په لیست او بایومټریک ماشیونونو کې د رای ورکوونکو د نومونو دنشتوالی له امله څارنوالی ته ور معرفي شوی دی.