د رای اچونې بهیر نن سهار ۷ بجې پیل شو او د مازدیګر تر ۵:۰۰ بجو یې دوام پیدا کړ. د ولسمشریز ټاکنو نوماندانو هم د رایې اچونې په مختلفو مرکزونو کې خپلې رایې ورکړې. افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وویل، په ټول هېواد کې د رایې اچونې د ۵۳۷۳ مرکزونو له جملې ۴۰۴۱ مرکزونه فعال وو او پاتې ۴۳۱ نور د امنیتي ستونزو له امله تړلي وو.
د ټاکنو کمیسیون مشرې حوا علم نورستانۍ له ټولو هېوادوالو مننه وکړه چې په دې ملي پروسه کې یې ګډون وکړ. آغلې نورستانۍ وویل، چې د راتلونکې نظام مشروعیت په ټاکنو کې د خلکو په پراخ ګډون پورې تړلی دی.
همدارنګه نورستانۍ وویل چې، د رای اچونې بهیر په وړاندې داسې جدي ننګونو او ستونزو شتون نه درلود چې دغه بهیر وګواښي او په خبره یې د شفافو ټاکنو لپاره ټول اړین تدابیر نیول شوي وو.
د ولسمشریز ټاکنو نوماند محمد اشرف غني د رایې اچونې بهیر له پیل یو نیم ساعت وروسته اماني لیسې ته لاړ او خپله رایه یې وکاروله.
محمد اشرف غني د رای اچونې پرمهال وویل، د ټاکنو شکایتو کمیسیون باید ددغې بهیر په اړه ټول شکایتونه وڅېړي او د احتمالي درغلیو په اړه ټولو شکایتونو ته رسېدنه وکړي.
ولسمشر غني په هېواد کې د رایې اچونې پروسه قناعت بخښوونکې وبلله او له نوماندانو یې غوښتنه وکړه چې د ټاکنو کمیسیون پرېکړو او کارونو ته درناوی وکړي ځکه چې په خبره یې ټاکنو کمیشنران خپله نوماندانو ټاکلي دي.
په ورته وخت کې د ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله په نادریه لېسه کې خپله رایه ورکړه. عبدالله عبدالله د رای اچونې بهیر کې د درغلۍ د احتمالي درغلۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړه. نوموړي له ټولو دولتي کارکوونکو وغوښتل چې په بې پرې ډول خپله دنده ترسره کړي.
د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ګلبدین حکمتیار له بې سټېکره تذکیرې خپله رایه وکاروله . ښاغلي حکمتیار له رای ورکولو وروسته خبریالانو ته وویل، چې ده او دده د کورنۍ یوه غړي هم پر خپلو تذکرو سټیکر نه دی لګولی. خو د ټاکنو کمیسیون د ګلبدین حکمتیار دغه ډول څرګندونې ناسمې بولي او ټینګار کوي چې له سټېکر پرته رایه اچونه ناشونې ده.
د ولسمشریزو ټاکنو بل نوماند رحمت الله نبیل په ستاره لېسه کې خپل رایه ورکړه. نبیل هم په ټاکنو کې د درغلۍ په اړه اندیښنه څرګنده کړه او د تېرو ولسي جرګې ټاکنو پایلو ته ورته ستونزو او ننګونو په اړه یې خبرداری ورکړ.
د ولسمشریز ټاکنو بل نوماند فرامرز تمنا هم له خپلې مېرمنې سره یو ځای خپله رایه وکاروله. نوموړي هم په ټاکنو کې د درغلۍ مخینوي غوښتنه وکړه.